د لوګر پوهنتون مسوولینو ویلي، چې د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د دغه پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو پروژه، چې نږدې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، عملاً پيل شوې ده. د لوګر پوهنتون مرستیال مولوي فضلالربي ویلي، چې دا پروژه مخکې منظور شوې وه خو د ژمي د سړې هوا له امله یې چارې ځنډېدلې وې. نوموړي ویلي، په دې پروژه کې به داخلي سړکونه، پلې لارې، پارکونه او یو چوک په اساسي ډول ورغول شي او ټاکل شوې ده چې ټول کارونه به يې په راتلونکي یوه کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.







