له ایرانه افغانستان ته د چرګانو د هګیو صادرات زیات شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال د خراسان رضوي ولایت څخه هګۍ افغانستان او بیا قطر ته د چرګانو د هګیو زیات صادرات کیږي. سرچینې وایي، په سیمه کې د تقاضا لوړېدو او د سوداګریزو لارو د بدلون له امله د صادراتو کچه زیاته شوې ده. تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، افغانستان له ایران څخه د چرګوړو او اړوندو محصولاتو واردات ډېر کړي دي.







