د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم په برید کې د دوو ورځو له تېرېدو وروسته لاهم د څلورو شهیدانو جسدونو نه دي موندل شوي، دغهراز دوه ماشومان په خوږیاڼو کې په برید کې ټپيان شوي او یو ماشوم په مومندره کې پاکستاني ځواکونو په دهشکه ویشتلی او ټپي شوی دی. وړمه ورځ د ننګرهار د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول او څلور نور کسان لا تر اوسه نادرکه دي. د ننګرهار د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ پاکستاني نظامیانو د یاد ولایت په خوږیاڼو او مومندرې ولسوالیو کې هم د هوایي بریدونو پرمهال درې ولسي وګړي ټپیان کړي چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.







