د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، مراجعینو ته د اسانتیا په موخه، د تابعیت تذکرو د تایید خدمتونو فیس معاف شوی دی. همدارنګه هغه تېروتنې چې د تابعیت په تذکرو کې د کارکوونکو له لوري په سهوي ډول ترسره شوې وي او معلومات ناسم درج شوي وي، د ټاکلي طرزالعمل له مخې به وړیا اصلاح کېږي.
د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ شوې او له دې وروسته به د تابعیت تذکرو د تایید ټول خدمتونه پرته له فیس څخه ترسره کېږي.
د یاد طرزالعمل له مخې، په ولایتونو کې د نفوسو د احوال ثبتولو آمر، په ولسوالیو کې د نفوسو د احوال ثبتولو مدیر، او په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت مرکزونو مدیران کولای شي له تایید وروسته دغه اصلاحات د فیس له اخیستو پرته ترسره کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلی، چې دا اقدام د خلکو د اسانتیا، د خدمتونو د چټکتیا او د اداري بهیر د لا ښه والي په موخه ترسره شوی دی.







