له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې پر ۳۴۴۳ کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې ده. سرچینې ویلي، چې دغه مرستې د بشري موسسو له لوري برابرې شوې وې. د خبرپاڼې له مخې د فاریاب په خان چهارباغ او قرمقول ولسوالیو کې له ۳ زره او ۴۳ کورنیو سره هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانیو ورکړل شوې دي. یادې اداره ویلي، دا مرستې چې ټولټال ۸ میلیون او ۸۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کېږي د یوې هنګري موسسې له لوري برابرې شوې وې. دغه راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د پکتیکا په نعمتاباد ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ بېوزلو کورنیو ۳۸ اعشاریه ۲ ټُنه خوراکي توکي وېشل شوې دي.








