کندهار کې د روان کال په اوږدو کې د مچیو له فارمونو څخه ۷۹ ټنه شات پېرل شوي دي. د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې په دغو شاتو کې د کندهار د ریحان شات، د لوګر سنځلې شات، د خوست مروېزه شات، د بامیان خار کاناډايي شات او د میدان وردګو شینشوبي او همدارنګه د مصر هېواد سیاه دانې شات هم په یاد مقدار کې شامل دي. دغه راز په کندهار کې د روان ۱۴۰۴ کال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې، ټول ټال ۷۶ ټنه شات تولید شوي و، چې له شمېرو یې ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.







