شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي

STR NEWS by STR NEWS
فبروري 22, 2026
2 0
0
پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه؛ لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي
3
SHARES
13
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د پاکستان ځانګړو نظامي کړیو یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د هېواد ځینې سیمې یې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه ناوخته د شپې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې لسګونه ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان او ټپیان شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې ځايي سرچینو ویلي چې د بهسود ولسوالۍ اړوند د ګردي کڅ په سیمه کې پاکستاني الوتکو د شهاب‌الدین په نوم د یوه ملکي کس پر کور بمباري کړې ده. د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ژوند له لاسه ورکړی دی. ځايي رسنیو راپور ورکړی چې لا هم د شاوخوا ۲۳ کسانو د خاورو لاندې د راایستلو هڅې روانې دي.

همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه او ویډیوګانې ښيي چې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستاني ځواکونو د تازه بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه د تېرو تجاوزونو دوام بللی او ویلي یې دي چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو کې، چې یوه دیني مدرسه او څو استوګنیز کورونه هم پکې شامل دي، هوايي بریدونه ترسره کړي دي. په اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه بې‌ګناه ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان او ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت دغه عمل د افغانستان د ملي حریم ښکاره نقض او د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو خلاف بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د هېواد د حریم دفاع او د خلکو د امنیت ساتنه د دې وزارت شرعي او ملي مسؤلیت دی او په مناسب وخت کې به د دې اقدام مناسب او حساب شوی ځواب ورکړل شي.

په همدې حال کې، عبدالسلام ضعیف، په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر، وروستي بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او «ناروا او بزدلانه عمل» بللی دی. هغه ویلي چې پاکستان د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو لپاره بې‌ګناه خلک په نښه کوي او له خپلو مسؤلیتونو تېښته کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved