په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، چې پر ننګرهار او پکتیکا د “پاکستاني پوځي رژیم” بریدونه د هېواد پر حریم تېری او یو ناروا او بزدلانه عمل دی. ضعیف ویلي، پاکستان له خپل مسوولیت تښتي او د خپلو کورنیو ناکامیو د پټولو لپاره بې ګناه خلک په نښه کوي. ضعیف دا بریدونه د بېاساسه ادعاوو یوه بېلګه بللې او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د بېګناه خلکو د وژنې پر وړاندې غبرګون وښيي.







