د بشري حقونو نړۍوال بنسټ ننګرهار کې پر ملکي وګړو د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي دي. یاد بنسټ دا پېښه د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه بللې او د سمدستي، خپلواکې او شفافې نړۍوالې څېړنې غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو نړۍوال بنسټ ویلي، هغه کسان باید ځواب ورکړي، چې د یاد برید امر یې ورکړی.







