د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره پر وروستیو سیمهییزو پرمختګونو ټيلیفوني خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې دواړو لوریو وروستۍ دوه اړخیزې اړیکې ارزولې او پر سیمهییزو همکاریو یې بحث کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، متقي ویلي چې افغانستان او ازبکستان د دوو ګاونډیو په توګه په دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعاتو کې ګڼ مشترکات او فرصتونه لري او په ګډه دې پرې کار وشي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پرمختګ خوښي څرګنده کړې او ویلې یې دي چې دا اړیکې په غوره وضعیت کې دي.







