هرات کې د وطني غالیو تولیدونکي په دې ولايت کې د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي او وايي، چې اوس د وطني غاليو بهرنيو هېوادونو ته په صادرېدو سره یې په کارونو کې ښه والی راغلی دی. غالۍ اوبدونکي وايي، چې تېرو کلونو ته په پام سره په ورستیو کلونو کې د غالیو صنعت وده کړې چې ورسره سم یې د تقاضا کچه هم لوړه شوې ده. ځايي مسوولین وايي، چې ګڼ شمېر نارینه او ښځینه د غالیو په صنعت کې بوختې دي او دوی توانیدلي، چې د هېواد غالۍ نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړي. غالۍ اوبدنه د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد شمالي ولایتونو یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي چې د دغه صنعت په برخه کې تاریخي مخینه هم لري.








