افغانستان په تېر زېږدیز کال کې د ۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۶ ټنه زعفران د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادر کړي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د زعفرانو صادرات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره زیات شوي او نږدې ۱۰ سلنه وده ښيي. د یاد وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جوادپه وینا، افغان زعفران هند، هسپانیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، انګلستان او ترکیې ته صادر شوي دي. د کښت ساحې پراختیا او لوړ کیفیت د صادراتو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي. د یادونې وړ ده چې د زعفرانو نږدې ۹۰ سلنه تولید په هرات کې کېږي.








