د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) راپور ورکړی، چې هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستان څخه ایستل کېږي او هغوی د سرپناه، روغتیايي خدماتو او اقتصادي ستونزو له کبله له جدي ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، چې راستنېدونکي په پاکستان کې د سختو سیاسي فشارونو او نامناسب ژوند له کبله له دغه هېواد څخه وتلو ته اړ شوي او ځينې نور له جبري ایستلو سره مخ دي. د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د کرښې په اصلي سیمو کې خپل حضور پياوړی کړی، د راستنېدونکو د خوندیتوب ګواښونه یې ارزولي او بېړني خدمات لکه نوملیکنه، د اغېزمنتیا ارزونه او اړینو خدماتو ته لاسرسی برابروي.








