په لوګر ولایت کې د ویناوالۍ له روزنیز کورس څخه لسګونه تنه ځوانان فارغ شول. مسوولین وايي دغه کورس د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې، او په دغه ولایت کې د عینک او ملي پیوند راډیوګانو له لوري او د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوی و، چې موخه یې د ځوانانو د بیان مهارتونو پیاوړتیا او د هغوی د فکري ظرفیت لوړول وو. د یاد کورس مسوولین وایي، هڅه کوي په راتلونکي کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي څو د ځوانانو د مهارتونو د ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.







