د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د طبي تجهیزاتو د واردوونکو ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې غوښته کړې، چې سوداګر دې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له معتبرو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسبو بیو درملو د واردولو هوکړې وکړي. یاد وزارت ویلي، په دغه ناسته کې درمل پلورونکو او ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې له احتکار او په بېلابېلو پلمو د بیو د ناقانونه لوړېدو څخه ډډه وکړي. د یادې ټولنې مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به ستونزې وارزوي او د حل لپاره به یې اقدامات وکړي. عامې روغتیا وزارت ویلي، هڅه کوي په کور دننه د درملو د کمښت ستونزه پر وخت حل کړي.







