د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د ۸ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د مالګې د تولید یوه عصري کارخونه پرانیستل شوې ده. سرچینې ویلي، چې په جوړو شویو مراسمو کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازی د یادې کارخونې پرانیسته د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او صنعتي ودې لپاره مهم او مثبت ګام وباله. نوموړي ویلي، چې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې صنعتي فعالیتونه پراخ شوي او هڅې روانې دي، څو د تولیدي کارخونو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او پانګوال د پانګونې لپاره وهڅول شي.








