د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوې خیریه موسسې په همغږۍ یې کابل کې پر ۴۵۰ مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشلي دي. د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور مواد شامل وو. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم له طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه کسان د خوراکي توکو او خوندي استوګنځایونو په څېر له اساسي خدماتو بېبرخې دي.








