د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د اوږدمهاله پروګرامونو په پلي کولو توانېدلي. چې شاوخوا ۴۴۵ زره کسان خوراکي ثبات ته نږدې کړي. د راپور له مخې د دغو پروګرامونو له لارې څه باندې ۲۵۰ کیلومتره د اوبو کانالونه یې بیارغولي چې پر مټ یې شاوخوا ۲۸۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي. سرچینې زیاته کړې، چې په همدې موده کې ۴۲۵۰ زره کروندګر له ملاتړو پروګرامونو برخمن شوي او ۱۲۰۰ ښځو نوي مهارتونه زده کړي چې کولی شي د دوی عاید ښه کړي او اقتصادي ځواکمنتیا کې یې مرسته وکړي.








