د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او د بهرامچې او ګرمسېر ولسوالیو اړوند سیمو کې د ۳۵ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو د غیرقانوني توکو د واردولو مخه نیول شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې یو شمېر کسانو غوښتل چې د ۱۳ باروړونکو موټرو له لارې دغه توکي په غیرقانوني ډول هېواد ته وارد او یا یې ګاونډي هېواد ته صادر کړي؛ خو د زړورو منسوبینو له خوا یې مخینوی شوی دی.








