دفاع وزارت نن په رسمي ډول د خپلو ځواکونو (کومانډو، سرحدي او ملي اسلامي اردو) لپاره غوره شوی نوی یونیفورم اعلان کړ. د یونیفورم د اعلان په مراسمو کې، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل: “دا نوی یونیفورم زموږ د یووالي او پیوستون سمبول دی، او هغه کسان چې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې شاملیږي باید د هیواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار او مسوولیت وګڼي.” همدارنګه، د اطلاعاتو او ستراتیژیکو نشراتو رییس عنایت الله “خوارزمي” په خپلو خبرو کې وویل: «هر نظامي باید قوي همت او لوړ فکر ولري، د کفارو پر وړاندې سخت او د مسلمانانو پر وړاندې نرم وي، له خپل مسوولیت څخه غافل نه شي او عسکري نظم ته په بشپړ ډول پابند واوسي.







