د سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو یو نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د اقتصاد د ودې، د پانګونې د راجلبولو او د نندارتون د کلتور د ودې په موخه د سوداګرو، صنعتکارانو او عامو مشرانو په شتون سره پرانستل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې نندارتون کې کورني تولیدات د هیواد متنوع او لوړ کیفیت لرونکي محصولات نندارې ته وړاندې شوي. د سرچینې په خبره په دې نندارتون کې تولید کونکو هم په مستقیم ډول خپلې لاسته راوړنې معرفي کړې ترڅو د سوداګرۍ همکارۍ ته لاره هواره کړي.








