رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د څو اوونیو پرلهپسې عملیاتو د احتمالي ترسره کېدو لپاره چمتووالی نیسي. امریکايي چارواکو ویلي چې پنټاګون منځني ختیځ ته بله د الوتکو لېږدوونکې بېړۍ استوي او زرګونه نور ځواکونه به له جنګي الوتکو، رهبري کېدونکو توغندیو سمبال بېړیو او نورو پوځي تجهیزاتو سره، چې د برید او دفاع وړتیا لري، سیمې ته واستول شي. ټرمپ په شمالي کارولینا کې په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونو ته د وینا پر مهال ویلي چې له ایران سره هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي.








