د ادې په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د راډیو نړۍوالې ورځې په مناسبت په کابل کې خپل نشرات پیل کړل. دغه راډیو په کابل کې د ایفاېم ۹۰.۹ څپه ۱۹ ساعته او د سټلایټ له لارې ۲۴ ساعته خپرونې کوي. د یادې راډیو مرستیال فضل لیوال ویلي، ادې راډیو د تعلیمي، خبري او عامه پوهاوي پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې او هڅه کوي کره او بېطرفه معلومات وړاندې کړي. نوموړی وايي، ادې راډیو به په خبري، تحلیلي، فرهنګي او عامه پوهاوي برخو کې بېلابېل پروګرامونه ولري او د ښځو، ماشومانو او ځوانانو موضوعاتو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.








