د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال په کابل کې د ایران د نفتو وزارت له مرستیال سید عليمحمد موسوي سره د ترانسپورټي شرکتونو د ستونزو او خنډونو د حل په اړه خبرې کړې دي. د ایران سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د افغان باروړونکو موټرو لپاره د سونتوکو د برابرولو او د ځمکني ترانسپورټ د اسانتیاوو پر پراختیا خبرې شوې دي. دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د لاریو د درېدو د وخت کمولو او د ګډې پولې په تګراتګ کې د شته خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.








