د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار کړی. په دې لیدنه کې ترابي، د وچکالۍ له امله اغېزمنو سیمو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کړې ده. ورته مهال، د قزاقستان سفیر هم د بشر دوستانه مرستو د دوام او د بنسټیزو پروژو د دوام په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. دواړو لورو د تورغونډۍ ـ هرات او سپین بولدک ـ کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژو په پرچټکتیا ټینګار کړی.








