د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په نږدې ورځو کې به په کندهار کې د سمنټو یوه ستره تولیدي فابریکه پرانیستل شي چې په ورځني ډول به د یو زر او ۴۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. عزیزي زیاته کړه، ا.ا د کړې ژمنې پر اساس د هېواد د صنعتي کولو او له یو وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد بدلولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي دي.








