په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین کابل کې د جاپان له سفیر کنيچي ماساموتو سره کتلي او د کابل-ټوکیو پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي. قطر کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان سیاسي وضعیت، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو، افغانستان سره د جاپان پر مرستو او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.








