د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې په کړکېچ ځپلو سیمو کې ملاتړي مرکزونه یوازې د لوبو ځایونه نه دي او ماشومانو ته د امنیت، زدهکړو او رواني – ټولنیز ملاتړ په برابرولو کې مهمه ونډه لري. یونیسف زیاته کړې، چې دا مرکزونه له ګواښ سره مخ ماشومانو سره مرسته کوي او هغه مهال چې ماشومان ډېره اړتیا لري، ثبات او ارام ورته برابروي. یونیسف له دې وړاندې هم ټينګار کړی و چې په دغو مرکزونو کې د ماشومانو حضور هغوی ته د مهارتونو، زدهکړو، لوبو او ټولنیزو اړیکو فرصت برابروي او د کړکېچ له کبله د رامنځته شویو زیانونو مخه نیسي.








