د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه تېره ورځ ۶۷۹ کورنۍ راستنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۶، د هرات د اسلام کلا له لارې ۷، د سپين بولدک له لارې ۳۰، د هلمند د بهرامچې له لارې ۴ او د تورخم له لارې ۶۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.د سرچینې په خبره ۳۸۰ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۷۱۲ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.








