په هرات ولایت کې د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي، چې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه شاوخوا ۵ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د مسوولینو په خبره؛ دواړه خواوې په ځانګړي ډول د تېلو، ودانیزو توکو، خامو موادو، وچې او تازه مېوې په برخه کې پراخه راکړه ورکړه لري. په هرات کې د ایران سرکونسل هم ویلي، چې تېرکال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې نیم مېلیارد ډالره وه؛ خو سږکال دغه اندازه پنځه مېلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده. که څه هم د روان کال لپاره کره او رسمي شمېرې لا نهدي خپرې شوې؛ خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر زېږدیز کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و، چې یوازې په تېرو ۶میاشتو کې له ایران سره د شاوخوا یو مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده.








