د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران د نفتو وزارت د نړیوالو او سوداګریزو چارو له مرستیال سید محمد موسوي سره کتلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د نفتي موادو او اوبلن ګاز د کیفیت ساتنې، د بیو کمولو او د ترانزیټ اسانتیاوو په اړه خبرې شوې دي. ایراني لوري افغانستان ته د صادراتو زیاتولو او د تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړی او نورالدین عزیزي ته یې ایران ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.








