د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د عزیزي شرکت د ۸۴۵ میګاواټه لمریزې او حرارتي بریښنا د تولید پروژې د عملي چارو پیل د هیواد لپاره د خوښۍ خبر بللی او د پروژې د پلي کولو لپاره یې له میرویس عزیزي څخه مننه کړې ده. حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د عزیزي شرکت لهخوا د یادې بریښنا پروژې پیل به د هېواد دننه پرمختیایي چارې پر مخ بوځي او د خلکو لپاره به د کار او پرمختګ زمینه برابره کړي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول پروژې نه یوازې د انرژۍ بحران کموي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د ګرانو هیوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره هم مهمه ونډه لري.








