د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل ۱۲کانال سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې که له ایران سره هوکړې ته رسېدل ممکن نه وي، واشینګټن چمتو دی چې د تېرې غبرګولي میاشتې د «۱۲ ورځنۍ جګړې» په څېر د ایران پروړاندې پوځي اقدام وکړي. نوموړي ویلي، ایرانیان په رښتیا غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي. یا به هوکړه کوو او یا به مجبور شو چې د تېر ځل په څېر یو خورا سخت اقدام وکړو. ټرمپ زیاته کړې دا مذاکرات له تېر ځل سره بشپړ توپیر لري. ایرانیانو فکر نه کاوه چې موږ به پر هغوی برید وکړو او لوی خطر یې ومنلو.








