د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رییس ملا امان الله چیره ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې د «یو. ان. ډي. پي» په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو پروژو چارې پيل شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې په دغو پروژو کې د دوو استنادي دېوالونو، کانالونو او د یوه چکډیم جوړول شامل دي، چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.








