د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) خبر ورکړی، چې په کونړ، پکتیکا، پکتیا، پروان او کندهار کې یې د ورښتونو له کبله د اغېزمنو شویو ۶۸۱ کورنیو لاسنیوی کړی دی. یاد سازمان ویلي چې واورې او بارانونو په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې کورنۍ له سخت وضعیت سره مخ کړې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې نورو ډېرو اړمنو ته د مرستو وېش دوام لري. ورته مهال د خوړو نړیوال سازمان بیا ویلي، چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.








