د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې د توکو لېږد نږدې ۵۰۰زره ټنو ته رسېدلی او د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې سوداګري له ۱۸ تر ۳۸ برابره زیاته شوې ده. د مالوماتو له مخې د خواف–هرات رېل پټلۍ په وروستیو میاشتو کې د سیمې له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي او د ۱۴۰۴کال د پای ته رسېدو شاوخوا ۴۰ ورځې مخکې د نږدې ۵۰۰زره ټنو توکو د لېږد یو نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی. سرچینې ویلي، چې دغه کچه د تېر کال د ورته مودې پرتله ۱۸ برابره لوړه ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ د مسیر د بدلون ښکارندويي کوي او د پاکستان پر ځای د ایران له لارې د راکړې ورکړې بهیر چټک شوی دی.








