د لیبیا سواحلو ته نږدې د یوې کښتۍ د چپهکېدو له امله ۵۳ تنه مړه او لادرکه شوي دي. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې او د لیبیا لهخوا د ژغورنې په عملیاتو کې یوازې دوه نایجریایۍ مېرمنې ژغورل شوي دي. دغه کښتۍ د افريقايي هېوادونو کډوال سپاره وو. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۵۰۰ کډوال د ليبيا څخه د مدیترانې سمندر ته د تېرېدو پر مهال مړه شوي یا ورک دي.








