د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې(جې ای سي اې) خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر سره یې د شاوخوا ۱۰ ملیون ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی ترڅو د اقلیمي تغییراتو په وړاندې مبارزې لپاره افغانانو سره مرسته وکړي. جایکا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې دوه کلنې پروژې موخه داده چې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مبارزه کې د زیانګالو ټولنو ظرفیت پیاوړی شي. افغانستان دنړۍ دهغو ۱۰ هیوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې خورا زیان منونکي دي. د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمیدو سربیره، سیلابونه او پیاوړي بادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لامل ګڼل کیږي.








