د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کارموندنې او مرستو سازمان (انروا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په فلسطین کې بشري کړکېچ ته د پاملرنې لپاره ۱.۲۶ میلیاردو ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده. یاد سازمان ویلي، چې ټاکل شوې دا مرسته په غزې تړانګه کې ۲.۶ میلیونو کسانو ته پر بنسټيزو خدماتو ولګول شي. انروا ټینګار کړی چې غزه او لوېدیځه غاړه په وروستیو کې له تر ټولو سختو او اوږدمهالو بشري کړکېچونو سره مخ ده او له څه باندې دوو کالو راهیسې روانې جګړې د خلکو وضعیت په جدي ډول ځپلی دی.








