د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دواب او منډول ولسوالیو بزګرانو ته د بڼوالۍ د پراختیا په موخه د چهارمغزو نیالګي ووېشل شول چې له مخې به یې ۴۰ نوي بڼونه جوړ شي. د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر محمد حنیف افغان وايي، چې دغه نیالګي د بزګرانو د ملاتړ او د بڼوالۍ د ودې لپاره پر اړمنو بزګرانو وېشل شوي دي. د نوموړي په وینا، له دې سره هممهاله بزګرانو ته د نیالګیو د سم کینولو، پالنې او ساتنې په اړه عملي لارښوونې هم ورکړل شوې، تر څو نیالګي ښه وده وکړي او مطلوبه پایله ورکړي.








