رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي، یوازې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه ودروي. په راپور کې راغلي، چې اوکراین غواړي د سولې ۴ کلن مذاکرات چټک او د امریکا په منځګړیتوب له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي. سیبیها ویلي چې د سولې ۲۰ مادهيي پلان چې د وروستیو درې اړخیزو مذاکراتو بنسټ دی، یوازې څو حساس موارد پاتې دي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په کچه دې حل شي. د راپور له مخې، په لویو مسایلو کې جدي اختلافات شته؛ روسیه د ختیځ دونتسک د پاتې ۲۰ سلنې خاورې چې د اوکراین تر کنټرول لاندې ده، غوښتونکې ده.








