د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد د اوزبکستان هېواد د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت له رییس او د یاد هېواد د جمهور رییس له سلاکار ښاغلي جولان وهابوف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنهکې په کابل کې د اوزبکستان سفیر او د یاد هېواد رسمي پلاوي هم ګډون درلود. مولوي احمدالله زاهد اوزبیکستاني پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډیتوب د پالیسۍ پر بنسټ، له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او پراخو سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.







