د افغان حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې میاشتې په ۲۰مه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید. د مالیې وزارت د سلواغې میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه وخت خبر ورکړی و چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته ویلي و، چې د مالیې وزارت ته یې امرکړی چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستانه درملو ته د واردیدو اجازه ورنکړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې افغان سوداګردرې میاشتې وخت لري. تر څو له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.








