د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له الجزیرې خبري شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د یورانیمو د غني کولو کچه د هېواد له اړتیاوو سره تړاو لري او ټینګار یې کړی چې غني شوی یورانیم به له ایران څخه ونه ایستل شي. عراقچي ویلي، د ایران اټومي قضیه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او زیاته یې کړه چې واشنګټن وروسته له هغې بېرته مذاکراتو ته راوګرځېد، چې تر دې وړاندې یې د پوځي بریدونو له لارې پر ایران د فشار هڅه کړې وه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړی، چې یورانیم غني کول زموږ مسلم حق دی او باید دوام ولري.








