د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکا سره په مسقط کې شوې خبرې ښه پیل بللی، خو ټینګار یې کړی چې تهران هم د ډیپلوماسۍ او هم د جګړې لپاره چمتو دی. نوموړي الجزیرې ته ویلي، که پر ایران برید وشي، د سیمې کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي. ایران او امریکا تېره جمعه په عمان کې غیر مستقیمې خبرې کړې وې چې دواړو لورو مثبتې بللې او د دوام پرېکړه یې کړې ده. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له امریکا سره هوکړه ونه شي، ایران به له ناوړه پایلو سره مخ شي.








