د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۳۸ کورنۍ چې ۲۸۹۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۶۲۹ راستنې شوې کورنۍ چې ۳۵۰۲ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۳۷ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۵۶۲ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.








