د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دفاع وزارت یوې غونډې ته ویلي، چې ا.ا د پانګهوالو د ملاتړ او هڅونې په موخه په راتلونکو څو ورځو کې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو څخه تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافيت اعلانوي. برادر زیاته کړې، چې دا ګام به له یوه لوري د نویو سکټورونو پر پښو درېدو او چټکې ودې لامل او بل لور به د هېواد د اقتصادي پایې په څرخ ګرځولو او په ځانبسیاینې کې د پام وړ اغېزه ولري. نوموړي ټینګار کړی، افغانستان غوړه مړۍ نه ده، بلکي د زقوم ونه ده او هر څوک یې نه شي هضمولی. د برادر په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته هم لارښوونه شوې، چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د وېش پروسه ګړندۍ او اړین امکانات ورته برابره کړي.








