د بادغیس ولایت په سنګ آتش ولسوالۍ کې د برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د برېښنا رییس خیرالله خیرخوا ویلي، چې دغه پروژه د ماليې وزارت له بودجې څخه د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په لګښت پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به یې ۷ زره کورنیو ته برېښنا برابره شي.
هغه زیاته کړې چې د یادې پروژې چارې به په راتلونکو ۵ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا د یادې پروژې چارې له پخوا څخه نیمګړې پاتې وې، خو اوس یې بیا ځلي عملي چارې پيل شوې دي.








