اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یوه څخه تر ۱۰ کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې پر موضوع خبرې شوې دي. سرچینې ویلي، چې دغه موضوع تايید شوې هم ده. په یاده غونډه کې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې ورکړه په کټهګوریو ووېشي او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکي ناستې ته وړاندې کړي.








