د هند د بهرنیو چارو وزارت اسلاماباد کې پرونۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه وزارت د پاکستان هغه څرګندونې رد کړې چې پهکې یې پر نوي ډیلي د برید د لاس لرلو تور لګولی و. هندي لوري ویلي، پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو د حل پر ځای هڅه کوي چې پړه پر نورو واچوي.








